IQNA

د حسینی اربعیّن په میلیوني لاریون کې د ایران او عراق د پنځوقاریانو په زړه پورې اجرا

14:13 - August 26, 2024
د خبر لمبر: 3489758
ایکنا -  د حسینی اربعیّن  له شپو ورځو سره په یووخت د اربعیّن میلیوني لاریون ته د لیږل شوي  قرآني کاروان یو فعالیّت د حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام  په خیمه ګاه کې له قرآن کریم سره د انس د محفل  ترسره کیدا وه.

ایکنانیوز راپورر اکوي،سږکال د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې او د اربعیّن د کلتوري–تحصلي کمیټې له خوا د ترسره شوو غږملتیاؤ په اساس،په عراق کې د عتبات عالیات د اړونده څانګې په ملتیا سره د حضرت امام حسین علیه السلام  دمقدس آستان په مشارکت سره له قرآن کریم سره د انس محفلونه ترسره شول.

ددغومحفلونو دترسره کیدا ځاي چې  دعراق او ایران د قاریانو په ګډه او د اربعیّن د زده کړې کلتوري کمیټې او د حضرت امام حسین علیه السلام د مقدس آستان د دارالقرآن و آستان په مشارکت سره  اجرا شو، د اباعبدالله الحسین (ع) خیمه ګاه ؤ.

 

 په د غو محفلونو کې د امید حسینی نژاد،هادي اسفیداني، سید محمد شیخ الاسلامي، محمد حسن زاده، محمد حسن فراهاني ، شهروز یادګاري ،اسحاق عبداللهي، حامد ولیزاده، محمد رضا ابوطالبی او دغه راز د حسینی اربعیّن میلیوني پلي لاریون ته د لیږل شوي کاروان( د طریق الاقصی کاروان)  نورو غړو قاریانو په څير نړیوالو قاریانو او هم د فاطر او میعاد د همخوانۍ او نعت خوانۍ ډلو هم  پروګرامونه اجرا کړل.

د اربعیّن د کلتوري ـتعلیمي کمیټې د قرآني مسئولانو د اعلان په اساس، دغه محفونو ته د عراق هیواد د قرآن مینه والو او زیارتوالو ډيرپام ورواوید او تود هرکلی ئې وکړ.او د امام حسین علیه السلام په مقدس حرم کې د قرآن د تلاؤت او مختلفو پروګرامونو داجرا لپاره  په کال کې ددغو کسانو د شتون مقدمات برابرشول.

 ایکنانیوز ددغو محفلونو ځيني ترلاسه شوي ویډیوګانې او انځوریز راپورونه ستاسو خدمت ته هم وړانډې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4233431

captcha